د تاجکستان په پارلماني ټاکنو کې په شرایطو برابرو ۷۵ سلنه خلکو ګډون کړی
دا له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا، چې د تاجکستان سترې محکمې مخکښ مخالف سیاسي ګوند، اسلامي رینسانس غیرقانوني اعلان کړ، لومړني انتخابات دي.
په تاجکستان کې د پنځوس فیصده په شرایطو برابرو کسانو ګډون ټاکنو کې مهم دی.
نن دغه هېواد کې درې اعشاریه اووه فیصده خلکو رایه ورکړه چې د رایه ورکوونکو پنځه اویا فیصده جوړوي.
لویدیځو څارونکو هیڅکله هم د تاجکستان ټاکنې رڼې او د سیالیو په شرایطو برابرې نه دي ګڼلي.
تمه داده چې د امام علي رحمان واکمن ګوند به د پارلمان اکثریت وګټي.