لوګر کې د کرونا وایروس مشکوکه پېښه منفي ده
د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول ګل ثمر ازادي راډيو ته وویل، چې ۲۱ کلن میرمحمد د حاجي محمد زوی د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې څو ورځې وړاندې د ایران هېواد له شیراز ولایت څخه راغلی و.
ښاغلی ثمر وایي، هغه ناروغان په ځانګړي ځای کې ساتي، چې د کرونا د وایروس علایم ولري او له هغو هېوادونو را ستانه شوي وي، چې په کې د کرونا وایروس د خپرېدو په حال کې وي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وایي، د دوی اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې په ایران کې ګڼ میشت افغانان هره ورځ په زور له دې هېواد څخه ویستل کېږي.