د ۷۷ پراختیايي پروژو هوکړهلیکونه لاسلیک شول
د افغانستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د ۷۷ پراختیايي پروژو هوکړهلیکونه چې نږدې ۴۸۸ میلیونه افغانۍ ارزښت لري د دغه وزارت د پراختیايي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.
د دغه وزارت ویاند رفیق جنبش نن ازادي راډيو ته وویل: "په دې پروژو کې د کارېزونو، استنادي دېوالونو، د اوبو رسونې د کانالونو، سربندونو، سولر پمپونو او کلیوالي سړکونو جوړول شامل دي."
دی وايي چې له دې پروژو به نږدې دوه لکه افغانان ګټه واخلي.
د افغانستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو په اساس یادې پروژې به په راتلونکي یو کال کې بشپړې شي.