صربیا کې عمومي انتخابات اعلان شول
د صربیا ولسمشر الکساندر وچیچ ویلي چې د اپرېل په ۲۶مه په هغه هېواد کې عمومي انتخابات وشي.
الکساندر وچیچ وویل: "د صربیا درنو خلکو! د صربیا د جمهوریت له قانون سره سم، ما پرېکړه وکړه چې د پارلماني انتخاباتو نېټه اعلان کړم. انتخابات به د ۲۰۲۰ داپرېل په ۲۶مه وي."
داسې اټکل کېږي چې زیات اپوزېسیون ګوندونه ښايي دا ټاکنې تحریم کړي.
هغوي شکایت لري چې اداري فساد زیات دی او په هغه هېواد کې ډیموکراتیکې ازادۍ خلک نهلري.
خو وچیچ په نننۍ وینا کې همدې مسئلې ته اشاره وکړه او ویېویل چې انتخاباتي کمپاین ته تر ۵۰ ورځې زیات وخت ورکړل شوی چې په هغه هېواد کې به تر ټولو اوږد کمپاین وي.