دیني عالمانو کونړ کې سقات ورکول بند کړي
دینې عالمان وایي په کونړ کې يې د مړي رواجې سقات ورکول بند کړي.
په کونړ کې دینې عالمان وايي، په جنازو کې د سقات په نوم د پیسو ورکولو دود چې کومه شرعې بڼه نه لري ختم کړي دي او او پرځای يې د مړو وارثین د سقات په پیسو لارې، پلونه یا مدرسې جوړوي او یا هم د څښلو پاکو اوبو څاګانې باسې چې ګټه يې ډېرو خلکو او ثواب يې مړي ته رسېږي او دې کار ته په اسلام کې صدقه يې جاریه ویل کېږي.
د دمکلي اوسېدونکي دیني عالم مولوي فضل غني ازادۍ راډیو ته وویل: "د سقات دوره چې ده، په شریعت کې نه ده ثابته، ښه خبره دا ده چې د چا والدین مړه شي، باید هغه پسې صدقه جاریه وکړي، رسول الله ص فرمایلي دي چې یو څوک مړ شي دهغه ټول اعمال ختم شي خو درئ داسې شیان ترې پاتې کئږي چې قبر کې يې هم ثواب ورسئږي، له هغه يې یوه جاریه صدقه ده، جاریه صدقه لارې جوړل دي ،پل جوړول دي، جومات جوړول، مدارس او ښونځي جوړول دي، عام المنفعه کارونه کول دي، نو مړي ته يې ثوابونه رسېږي. "
دیني عالمان وايي چې پخوا به په کونړ کې هم د مړو په جنازو کې ملایانو دایره جوړوله ،قرانکریم باندې به يې د سقات پیسې ايښې وې ،په دایره کې به يې ګرځولې، یو بل ته به يې بخښلې ،چې دا یو غیرې شرعي عمل او د قرانکریم سپکاوی و، چې اوس يې دغه دود ختم کړی.
په کونړ کې د عالمانو شورا مشر مولوي عبدالرحمن وايي: "سقات له یوه کس څخه د قضا شوو لمونځونو او روژو په بدل کې د فديې نوم دی، چې د مړي وارثین يې ادا کوي خو اسلام يې د خیر ښیګڼې داسې کارونو کې د استعمال امر کړی، چې ډېر خلک ترې ګټه واخلي او تر ډېره يې ثواب مړي ته ورسېږي."
د مولوي عبدالرحمان په وینا چې تل يې د رواجې سقات په څېر خلکو ته د غیر شرعې رواجونو خلاف د اسلام احکام بیان کړي چې ورسره په ټولنه کې زیات اصلاحات رامنځته شوي دي.