ننګرهار کې مېشت کډوال: راسره کړې ژمنې نه دي عملي شوي
په ننګرهار کې مېشت له پاکستان راستانه شوي افغان کډوال وایي، تر اوسه ورسره د کړیو ژمنو یوه هم نه ده عملي شوې.
د ننګرهار په کابل کېمپ سیمه کې مېشت دغه کډوال وایي، ژوند یې ورځ تر بلې ستونزمن کېږي، چې په خبره یې، باید د کډوالۍ له حقونو برخمن شي.
په ننګرهار کې مېشتو راستنو شویو کډوال له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې افغان حکومت او مرستنویې ادارې یې لاسنیوی ونه کړي، نو ژوند به یې نور هم له ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
دوی سرپناه، کار روزګار او د روغتیایي اسانتیاوو نه شتون هغه ستونزې یاودي چې په خبره یې، دغلته ټول راستانه شوي افغان کډوال ورسره مخ دي.
دوی وایي: "نوم مې سید عارف دی، له پاکستانه راغلي یوو او په کېمپ کې پراته یوو، نه مو ځای شته او نه مو روزګار شته، په پاکستان کې مو کار و، خو پولیسو به تنګولو، دلته خپل هېواد ته راغلو، مونږ له حکومته غواړو چې مرسته وکړي له بې وسو سره، قضونه ورځ په ورځ راباندې زیاتېږي، حکومت چې کومې وعدې کړې وې لا عملي شوي نه دي."
خو د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست وایي، د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله ننګرهار هغه ولایت دی چې د کډوالو حج پکې زیات او ډېری کډوال چې له پاکستانه راستانه شوي، په ننګرهار مېشت شوي دی.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس نجیب الله قیومي له ازادي راډيو سره په خپلو خبو کې وویل، سره له دې چې له پاکستانه راستانه شوي ۷۹ سلنه کډوال یواځې په ننګرهار کې مېشت دي، خو بیا هم په وخت سره د ستونزو د حل په موخه ورته رسېدنه شوې ده.
د افغانستان د کډوالو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې چې دامهال په ننګرهار کې د ۱۷ ولایتونو کډوال مېشت دي چې بېلابېلو مرستو ته اړتیا لري.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې ۳۰۰ زره افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي او شپږ میلیونه نور لا هم په بهر کې کډوال دي.