چارواکي: تخار کې ۴ طالب وسله وال او ۲ ملکي وګړي وژل شوي
د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي د یوه ماین په چاودنه کې د دوو ملکي وګړو او څلور طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر آزادۍ راډیو ته وویل، ماین پرون ماښام هغه مهال وچاودېد چې طالبانو غوښتل تالقان ته نژدې په چینزايي سیمه کې یې ځای پرځای کړي.
هغه زیاته کړه: "ماین مخکې له دې چې دوی یې هلته ښخ کړي، وچاودېده چې په نتیجه کې یې د طالبانو د ډلې څلور وسله وال چې ماین یې لېږداوه، ووژل شول او څو نور یې ټپیان شول، له روغتون څخه د ترلاسه شوي راپور له مخې ټول لس کسان چې ماشومان هم پکې دي ټپیان شوي او دوه کسان شهیدان دي."
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.