په روسیه کې د کرونا ویروس زیاتوالی؛ پوتین خلکو ته وینا کوي
تر دې اعلان مخکې، د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین ټولو والیانو ته امر وکړ چې د کرونا ویروس له امله ناروغانو ته په روغتونونو کې چپرکټونه برابر کړي.
د روسیې حکومت نن د مارچ په ۲۵مه، وویل چې په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۵۸ ته لوړ شوی دی.
که څه هم روسیه نهوايي چې د کرونا ویروس له امله هلته څوک مړه شوي، خو د امریکا جان هاپکنز پوهنتون په راپور کې ویل شوي چې یو وګړی په روسیه کې له دې امله مړ شوی دی.