روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۵۸ ته لوړ شو
د رپوټونو په حواله، یوازې په مسکو کې ۱۲۰ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د روسیې د صدراعظم مرستیالې "تاتیانا ګولیګوا" نن د مارچ په ۲۵مه ، وویل چې د کرونا ویروس پېښې د پخوا په پرتله درې برابره زیاتې شوې دي.
هغې د کرونا ویروس سره د مبارزې ځانګړې فدرالي کمېټې ته ویلي چې کرونا ویروس د روسیې ۵۵ سیموته رسېدلی او ۲۹ کسان تر درملنې وروسته روغ شوي دي.
لږترلږه ۱۱۲۰۰۰ کسان تر څارنې لاندې او قرنطین دي.
په روسیه کې دکرونا ویروس لپاره ځانګړې دولتي وېب پاڼې هم دا شمېرې خپرې کړې دي.
روسي چارواکو تر نن ورځې د کرونا ویروس له امله د هېڅ وګړي د مړیني خبر نه دی خپور کړی.
خو د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون له خوا په خپاره شوی راپور کې ویل شوي چې تر اوسه یو وګړی په روسیه کې له دې امله مړ شوی دی.