بهرنیو چارو وزارت: له دوبۍ څخه پند پاتې شوي افغانان راولېږدول شول
دغه وزارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د هوایي چلند له یو شمېر کورنیو شرکتونو سره د هوکړې له مخې به ډېر ژر په نوې ډیلي کې بند افغانان هم کابل ته را ولېږدوي.
په دوبۍ، هند، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې وروسته تر دې یو شمېر افغانان بند پاتې شول چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د دغو هېوادونو او افغانستان ترمنځ ځمکني او هوایي بندرونه وتړل شول.