دفاع وزارت: بدخشان کې طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي
د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، د برید له کبله افغان ځواکونو له څلورو پوستو تکتیکي شاتګ کړی او جګړه لا هم روانه ده.
د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي، برید کې افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې چې کره شمېر به یې وروسته په ډاګه کړي.
له دې سربېره طالبانو تېره ورځ طالبانو د فاریاب په غورماچ او د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې هم ورته بریدونه وکړل، چې د دفاع وزارت په وینا، په شا وتمبول شول.
طالبانو لا د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.