غني: د داخلي محصولاتو او تولیداتو ملاتړ له لومړیتوبونو څخه دی
![غني: د داخلي محصولاتو او تولیداتو ملاتړ له لومړیتوبونو څخه دی](https://gdb.rferl.org/44E683E1-DD73-4208-AD69-2FC5598C980C_w800_h450.jpg)
ولسمشر غني وایي، د داخلي محصولاتو او تولیداتو ملاتړ د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.
ولسمشر غني چې تېره ورځ ناوخته د وېډیو کنفرانس له لارې له یو شمېر متشبثو مېرمنو سره خبرې کولې، وویل چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او ملاتړ په موخه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۰ سړو خونو د جوړولو کار بشپړ شوی او حکومت هڅه کوي چې متشبثو ښځو ته دوامدار او بنیادي فعالیتونه وکړي.
جمهور رئیس همداراز ټینګار وکړ چې د روغتیا د نړیوالو معیارونو مطابق د اتحادیو په تشکیل سره باید د ښځو تولیداتو ته پاملرنه وشي او متشبثې ښځې دې په دې اړه خپل وړاندیزونه له حکومت سره شریک کړي.
په دغه وېډیو کنفرانس کې یو شمېر متشبثو د کورني اقتصاد پیاوړتیا، د داخلي تولیداتو د ملاتړ، بازار موندنې، د ښځو د سوداګرۍ لپاره د ځمکو برابرولو او د سوداګرو او متشبثینو د امنیت د تأمین په اړه خبرې وکړې.