بدخشان کې ۵ وسلهوال طالبان وژل شوي
![بدخشان کې ۵ وسلهوال طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/018136AC-E2B9-49BB-BCE2-1410B3CF6253_cx7_cy7_cw74_w800_h450.jpg)
په بدخشان کې چارواکي وايي، د دې ولایت په وردوج ولسوالۍ کې پنځه وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د بدخشان د امنیه قومنڅدانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي، دا نښته د یکشنبې په شپه هغه مهال وشوه چې وسلهوالو طالبانو له څو خواوو د وردوج پر ولسوالۍ برید وکړ.
د ښاغلي روحاني په وینا د طالبانو دا برید د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا په شا تمبول شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې د پنځو وسلهوالو پر وژل کېدو سربېره د دې ډلې اووه تنه ټپیان شوي هم دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.