د ترکمنستان ختیځ کې د بانکي ماشینونو څخه استفاده محدوده شوې
د ترکمنستان په ختیځ درغن اتا سیمه کې چارواکو د افرادو لپاره د 'ATM' يا د بانکي ماشینونو څخه د نقدو پیسو ایستل نور هم محدود کړي دي.
د چارواکو دې اقدام ته د انرژۍ په دې بډایه هېواد کې د نقدو پیسو د کمۍ د یوې بلې نښې په سترګه کتل کېږي.
د دوشنبې په ورځ د درغن اتا له مرکز څخه د ازادي راډیو خبریال په یو راپور کې وویل چې تېرو دوو ورځو کې د پیسو بانکي ماشینونو مشتریانو ته د نقدي پیسو ورکړه تر ۱۰۰ مناتو "د ترکمنستان پولي واحد" محدود کړې.
له ۱۰۰ مناتو څخه په رسمي نرخ ۳۰ ډالر او د تور بازار په نرخ ۵ امریکايي ډالر جوړېږي.
دا له هغې وروسته چې په ۲۰۱۸ میلادي کال ترکمن چارواکو په دې هېواد کې له بانکونو څخه د نقدو پیسو په را ایستلو د محددویتونو لګول پیل کړي، د پیسو تر ټول کمه اندازه ده چې ترکمنستان کې یې وګړي له خپلو بانکي حسابونو د اتومات ماشینونو له لارې ایستلی شي.
د ۲۰۱۸ میلادي کال په فبرورۍ کې د یو کس لپاره په ورځنۍ توګه د نقدو پیسو د ایستلو اندازه ۱۰۰۰ مناته ټاکل شوې وه.
په نومبر کې دا اندازه ۸۰۰ ته راکمه شوه.
تېره میاشت د پیسو ځیني اتومات بانکي ماشینونو خلکو ته د پیسو ورکول په ورځني ډول تر ۲۰۰ مناتو محدود کړل.