هرات کې نږدې ۴۰ روغتیايي کارکوونکي په 'کوویډ-۱۹' اخته شوي
![هرات کې نږدې ۴۰ روغتیايي کارکوونکي په 'کوویډ-۱۹' اخته شوي](https://gdb.rferl.org/C353730C-A71B-491F-B3E1-60D6C7DBE779_w800_h450.jpg)
په هرات کې روغتیايي چارواکي وايي، نږدې ۴۰ تنه روغتیايي کارکوونکي دغلته په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون سر طبیب محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل، په دې کې ډاکتران، نرسان او د بېلابېلو روغتیايي برخو کارکوونکي شامل دي.
هغه زیاته کړه: "زموږ په روغتیايي پرسونل کې رورنیز متخصصان شامل دي. له بده مرغه زموږ یو شمېر ډاکتران، نرسان، پاکوونکي، د انستیزي متتخصصان او کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي دي."
په هرات کې روغتیايي چارواکي وايي، تر اوسه په دې ولایت کې پر کرونا د اخته کسانو ۲۳۰ پېښې ثبت شوې دي. په دې ډله کې ۷۲یې ښځې دي.
تر اوسه دغلته په 'کوویډ-۱۹' اخته کېدل لږترلږه پنځو کسانو د مړینې سبب شوی دی. هرات دا مهال د افغانستان د بل هر ولایت په مقایسه پر کرونا ویروس د اخته کسانو لوړه شمېره لري.