پاکستان کې د رسنیز فعال 'شکیل الرحمان' د راخوشې کولو غوښتنه وشوه
د "جنګ ورځپاڼو او ټلویزیوني شبکو" مشر او ایډیټر میر شکیل الرحمان د مارچ میاشتې په ۱۲مه په لاهور ښار کې ونیول شو.
پر ښاغلي رحمان د پاکستان د حساب ورکونې ملي ادارې تور پورې کړی چې ۳۴ کاله مخکې یې د یوه جایداد د اخیستو پر مهال دولت ته مالیه نه ده ورکړې.
د جنګ رسنیز ګروپ چې د پاکستان د حکومت او د حساب ورکونې د ملي ادارې منتقد دی، دا تورونه رد کړي دي.
دغه ګروپ د خپل مشر نیول کېدل، د بیان پر ازادۍ برید بللی دی.
پرون د پاکستان پولیسو په دې هېواد کې د پښتنو د حقونو یو مدافع په دې تور نیولی چې ګواکې په افغانستان کې یې کرکه خپروونکې وینا یې کړې.
د پولیسو چارواکي عثمان وزیر ویلي، سردار عارف وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی، د جمعې په ورځ د اپرېل میاشتې په اوولسمه نېټه په جنوبي وزیرستان کې ونیول شو.