د ولسي جرګې پخواني غړي محمد حسین فهیمي پر کور حمله شوې
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني ازادي راډیو ته وویل، دا برید تېره شپه د بلخاب ولسوالۍ اړوندو سیمه د ښاغلي فهیمي پر کور شوی دی.
ښاغلي اماني د برید د څرنګوالي په اړه ډېر جزئیات ورنهکړل، تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې هم د برید مسؤلیت نهدی منلی.