پکتیا کې د کرنیزو محصولاتو د مديریت د برنامې چارې پیل شوې
د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنیر محمدالدین مومند وايي چې د دغه پروګرام له مخې به د پکتیا په مرکز ګردېز او ۱۴ ولسوالیو کې ۱۲۲ د ممیزو خونې، ۷۷ د مڼو سړې خونې، ۳۰۲ د کچالانو او ۱۹۹ د پیازو زېرمتونونه جوړ او ۲۲۳ بزګرانو او بڼوالانو ته به د مېوو او سبو وچوونکې الې ووېشل شي.
مومند زیاته کړه چې پکتیا ته په دې برخه کې له ۷۰۰ پروژو څخهیې هره جوړېدونکې د مڼو سړه خونه به ۲۵ ټنه، هره ممیز خونه به ۱۶ ټنه، د کچالو زېرمتون ۱۰ ټنه او د پیازو زېرمتون به پنځه ټنه ظرفیت ولري.
د دوی په وینا که له یوې خوا په دې کار سره د کرنیزو تولیداتو له ضایع کېدو مخنیوی کېږي، نو له بلې خوا ۱۰۳۳۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابرېږي.