د افغانستان عامې روغتیا وزیر په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شو
د دغه وزارت ویاند وحید مایار رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې دا موضوع تأیید کړه او ویېویل چې د ښاغلي فېروز روغتیايي وضعیت ښه دی.
ښاغلی مایار زیاتوي: "ښاغلي فېروز له څو ورځو راهیسې د کرونا ویروس نښې نښانې درلودې او په کورني قرنطین کې و، روغتیايي وضعیتیې ښه دی او په تجرید کې دی."
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې ښاغلی فېروز په رسنیو او رسنیزو غونډو کې نهدی لیدل شوی.