اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ پولو په پرانیستلو فشار راوړی
دغه پولې د کرونا وبا د خورېدو له کبله تړلې وې.
خو داسې علایم شته چې ښیي دغه وبا د نړۍ په نورو برخو کې په چټکۍ په خورېدو ده.
اروپایي ټولنه چې په ګرځندوی سکټور کې میلیونونه کاري فرصتونه باید وژغوري، پرون د اوړي سفرونو د بیا پیلېدو لپاره مرحلهیي پلانونه اعلان کړل.
د اروپایي کمېسیون اجرائیه مرستیالې مارګریتا ویستاګار د یوه پلان د اعلان پر مهال د دې بلاک د غړو ترمنځ د ازادو او له قید او شرط پرته سفرونو غوښتنه وکړه. په دغه پلان کې په الوتکه کې دننه د ماسک اغوستل او په اورګاډو کې د واټن مراعاتول اجباري دي.