د کرونا ویروس له امله اسیا او اروپا کې لګېدلي محدویتونه په کمېدو دي
په فرانسه، ایټالیا او یونان کې د ژوند د عادي کېدو د یوې نښې په توګه د سمندر ساحلونه بیا پرانیستل شوي دي.
په جرمني کې د فوټبال لیګ یا بوندیس لیګ لوبې په داسې حال کې پیل شوې چې زرګونه کسانو د ټول هېواد په کچه د محدودیتونو پرضد مظاهرې وکړې.
د اروپا ډېری هېوادونو چې د کوویډ-۱۹ د ناروغانو او مړینو شمېر پکې راکم شوی دی اقتصادي فعالیتونه بیا پیل کړي.
په اروپايي هېوادونو کې چې دې ویروس سخت وځپل د مړو شمېر نن له ۱۵۲ زرو واوښت.