د کابل-جلالاباد په لویه لار کې د موټر ټکر له امله ۶ تنه مړه شوي
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل، په مړو شویو کسانو کې کوچنیان او ښځې هم شامل دي او په خبرهیې چې دا پېښه تېره شپه شااواخوا نهه بجې شوې.
دی وایي چې پېښه د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې.
د یادونې وړ ده چې د کابل-جلالاباد پر لویه لاره هر کال لسګونه پېښې رامنځته کېږي چې خلک پهکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.