ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه
شیبې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه.
د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي پر خپل ټویټر ویلي، د دغې توافقنامې پربنسټ به ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس وي او د ټيم غړي به یې په کابینه کې مشارکت ولري.