د کرونا ویروس له امله اروپايي هېوادونو کې لګول شوي محدودیتونه راکمېږي
له دې سره هممهاله د نړۍ پر اقتصاد د کرونا ویروس د اغېزو په اړه اندېښنې هم ډېرې شوي دي.
د پسرلي په پیلېدو په اروپا کې کلیساوې، تاریخي ځایونه ، پلورنځي، رسټورانونه او بارونه په تدریج بېرته پرانستل کېږي.
په عین وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان نن خپله دوه ورځنۍ کلنۍ غونډه پیلوي.
په نړۍ کې تر اوسه ۳۱۵ زره کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي او څلور میلیونه او اوه سوه زره په دې ناروغۍ اخته شوي دي خو داسي ګمان هم کېږي چې ریښتوني شمیرې تر دې هم لوړي وي.