امنیتي چارواکي: جوزجان کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي
د دغه قول اردو ویاند محمد حنیف رضایې نن وویل چې دغه طالبان د افغان ځواکونو د تیرې شپې په هوایې برید کې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: "د هوایې بریدونو په نتیجه کې ۵ طالبان وژل شوي او قرارګاه یې له ټولو محتویاتو سره له خاورو سره سم شول."
ښاغلي رضایې وویل، په دې بریدونو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.