'د غويي د ۱۳ مې پېښې د څېړنې په هدف ایرانی پلاوی افغانستان ته راځي'
افغان چارواکي وايي، ایراني پولهساتو ځواکونو د غويي په ۱۳مه یعنې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې ۴۷ افغان پناه غوښتونکي په وهلو او د ټوپک په زور د سیند له لارې بېرته افغانستان ته د اوښتو لپاره اړ کړي و.
له دې ډلې ۱۲ تنه وژل شوي، ۱۷ لا درکه دي او ۱۷ نور ژغورل شوي.
افغان حکومت د ثور پر ۲۹ خبر ورکړ چې ایران د افغانستان لخوا هغه شواهد او اسناد نهدي منلي چې د افغان پناه غوښتونکو او کارګرو د وژنې او ځورونې د پېښې په تړاو ورسپارل شوي وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دغه پلاوی به له افغان لوري سره په ګډو څیړنو کې برخه واخلي.
د اعلامیې له مخې د ایراني پلاوي مشري به د ایران د بهرنیو چارو وارت د نړیوالو او حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند په غاړه ولري خو دا نه دي ویل شوي چې دا پلاوی به کله افغانستان ته ولاړ شي.