چارواکي: د هاوان مرمۍ لګېدو لغمان کې ۴ ماشومان وژلي
تېره شپه د لغمان د علیشنګ ولسوالي د سالاب ګردي په سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې ۴ ماشومان ووژل شول.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي شېبه وړاندې ازادي راډيو ته تایید کړه چې تېره شپه شااوخوا نهه بجې د قدیر په نامه د یوه کس پر کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې د دې کورنۍ ۴ تنه وژل شوي دي.
د ښاغلي دولتزي په خبره چې په پېښه کې همداشان د یادې کورنۍ ۷ نور غړي ټپیان شوي چې اوس تر درملنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې د چې د پېښې د ځای اوسېدونکي نن د لغمان مرکز مهترلام کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو او له مسؤلینو یې غوښتنه کوله چې د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري.
خو د لغمان د والي ویاند وایي چې نن مسؤلینو ته دنده سپارل شوې څو معلومه کړي چې هاوان چا او له کوم لوري توغولی دی.
په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی شوی خو مهترلام کې راټول شوي معترضین وایي، د جنګ لوري د عامو خلکو د د سر او مال ساتنې په اړه جدي نه دي او په جګړو کې تل عام خلک زیانمنېږي.