ټرمپ: له افغانستانه سرتېري باسم، خو وضعیتیې له نږدې څارم
ډونالد ټرمپ په تازه ټویټ کې بیا هم اشاره کړې چې په ا فغانستان کې امریکایي سرتېري د پولیسۍ رول پر مخ وړي. دی وایي تر ۱۹ کلونو وروسته اوسیې وخت دی چې افغانان په خلپه د خپل هېواد د پولیسو دنده پر مخ یوسي.
د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ هم په سپینې ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتني په ځواب کې ویلي وو چې له افغانستانه د امریکایې ځواکونو د را ایستلو لپارهیې مشخصه نېټه نهده ټاکلې، خو هر څومره ژر چې مناسب وي دا کار کېږي.
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې موافقې له مخې ټول امریکايي او بهرني ځواکونه به د طالبانو د امنیتي ژمنو په بدل کې په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.
داسې ګمان کېږي چې ولسمشر ټرمپ به د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول په نومبر میاشت کې تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې ډېره منعکسه کړي.