تاجکستان کې پر یوه خبریال بریدونه شوي
په تاجکستان کې په یوه خبریال باندې دوه وار په وروستیو څو ورځو کې بریدونه شوي.
عبدالله غربتي د اشیا پلس په نوم یوه ازاد خبري اژانس ته کار کوي چې وروستي کارونه یې په تاجکستان کې د ځمکې د ښووېدو په پېښه باندې د راپورونو جوړول و.
عبدالله غربتي ازادي راډیو ته ویلي چې دریو کسانو نن جمعه پرې لاس پورته کړی او تورن کړی یې دی چې دی خلک پاروي.
غربتي په ختلون سیمه کې د ځمکې ښوویدو په هغې پېښه راپور جوړ کړی و چې پکې دوه کسان مړه شوي و.
دری اوونۍ مخکې هم عبدالله غربتي په پلازمینه دوشنبه کې وهل شوی و او وايي چې له بېلابېلو ځایونو ورته ګواښوونکي پیغامونه لېږل کېږي.
په تاجکستان او په ټوله منځنۍ اسیا کې خبریالان په خپلواکه توګه خبرونه او راپورونه نه شي جوړولای او تل په داسې چارو کې له خنډونو سره مخ کېږي چې په خرابه وضعه کې ان د خبریال په وهل ټکولو، شکنجې، حبس او وژلو تمامېږي.
د ازادې اروپا راډیو تاجکي سرویس څانګې خبریالان هم له ځینو کاري محدودیتونو سره مخ وي او دولت یې وخت په وخت د کار جوازونه په یوه او بله پلمه نه تمدیدوي.