عبدالله: د اورکم یا اوربند په صورت کې طالبانو سره مذاکرات پیلوو
د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله نن کابل کې خبریالانو ته وویل، اوس په افغانستان کې جګړه د اختر نه مخکې مودې په تناسب کمه شوې او ده دا موقع د سولې د خبرو پېل لپاره ګټوره وبلله.
ښاغلي عبدالله وویل، ډېر ژر به د پخلاینې شورا اداري جوړښت هم بشپړ چې ورسره به د ده په باور، د سولې پیل شوې هڅې نورې هم ګړندۍ او همغږې شي.
له اختر وروسته که څه هم په نا مستقیم ډول د اورکم فضا حاکمه ده، خو په ځینو ولایتونو کې طالبانو او افغان ځواکونو جګړې کړي.