افغان پوځ: طالبانو لوګر کې د ملي اردو ۶ سرتېري خوشې کړي
په لوګر کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د څلورمې لوا ویاند احمد شکیل تسل خبریالانو ته ویلي چې دغه خوشې شوې سرتېري د پوښتنو ګروېږنو په هدف د ملي امنیت مسئولینو ته سپارل شوي دي.
ښاغلي شکیل دا ونه ویل چې دغه سرتېري څومره وخت د طالبانو په بند کې وو او په څه ډول او چېرته بېرته خلاص شول.
د اختر په ورځو کې د افغان حکومت له خوا د شاوخوا زرو طالب زندانیانو له ازادېدو وروسته طالبانو هم ژمنه وکړه چې ګڼ شمېر زندانیان به ازاد کړي.