سیمه ییز چارواکي: کندهار کې بمي چاودنې ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
په پېښه کې پنځه نور ملکیان ټپیان شوې هم دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د ازادي راډیو خبریال ته وویل، چاودېدونکي توکي په یو موټر سایکل ځای پرځای شوي او په یو بازار کې چاودلی دی.
د بارکزي په وینا د چاودنې هدف معلوم نه دی.
د دې برید مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.