افغان حکومت به له نړیوال بانک ۱۷ میلیارده افغانۍ پور واخلي
د افغانستان ماليې وزارت هیله لري چې د مشرانو جرګې له تأييد وروسته به د افغانستان د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې د عمومي غونډې هغه وړاندیز تأييد شي چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق ته د پور اخیستو په هدف شوی دی.
افغان حکومت پرېکړه کړې چې د نړیوال بانک د پیسو له وجهي صندوقه ۱۷ میلیارده افغانۍ پور واخلي.
د ماليې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د پور اخیستو دا وړاندیز د پیسو نړیوال وجهي صندوق هم تأييد کړی دی.
دی وايي دا پور به د بودجې د کسر د لیرې کېدو په برخه کې ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د مالیاتو د راټولولو د کمښت له امله اوسمهال د افغانستان بودجه ۴۸ میلیارده افغانۍ کسر لري.
دی وايي دا بېګټې پور دی چې باید په ۱۰ کلونو بېرته ادا شي.