کابل کې د امریکا سفارت په شېرشاه سوري جومات کې چاودنه وغندله
دغه سفارت په یوه ټویټ کې ویلي، سفارت دا حمله غندي، د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښيي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په څلورمه کارته کې د شېرشاه سوري په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې د ملا امام په ګډون ځیني کسان ووژل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل، په چاودنه کې د جومات ملا امام او ۳ نور کسان وژل شوي دي.
ښاغلی ارین زیاتوي: "نن ماسپښین د جمعې لمانځه پر مهال شېرشاه سوري جامع جومات کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې د جومات امام او ۳ نور لمونځ کوونکي شهیدان او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي."
ښاغلي ارین دا د افغانستان د دیني عالمانو او لمونځ کوونکو په وړاندې د اسلام د دښمنانو د جنایتونو سلسله وبلله.
د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
۱۰ ورځې مخکې د جون پر دوهمه د کابل په وزیر محمد اکبر خان جامع جومات کې هم چاودنه شوې وه چې پېژندل شوی دیني عالم مولوي ایاز نیازی یې وواژه.
د هغې حملې مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې (داعش) منلی و.