د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیر: واشنګټن د پیونګ یانګ لپاره ګواښ دی
ري سن ګوان نن په یوه بیان کې زیاته کړه چې شمالي کوریا به د دې ګواښ د مخنیوي لپاره خپل ځواکونه پیاوړي کړي.
دا څرګندونې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د لومړۍ کتنې د دوهم کال د پوره کېدو په ورځ شوې دي.
ټرمپ او کېم د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې په سنګاپور کې سره لیدلي وو، خو په دې کتنه کې له اټمي وسلو څخه د شمالي کوریا د پاکېدو په اړه ډېر لږ پرمختګ شوی و، بیا دې دواړو مشرانو د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ میاشت کې سره وکتل.