افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳،۵۴۶ ته ورسېد
دغه وزارت نن رسنیو ته په یوه لېږلي معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې په دې ویروس ۲۰ کسان مړه شوي او ۶۰۲ تنه نور روغ شوي دي.
له دې سره د وزارت په حواله په ټوله کې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳ زره ۵۴۶ او له دې جملې د روغو شویو کسانو شمېر ۳،۹۲۸ ته ورسېد.
وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې خلک له یو بله لږ تر لږه یو متر فاصله وساتي، لاسونه په وار وار په صابون پریمینځي او په مکروب ضد مایعیې ولړي.