برتانوۍ سندرغاړې 'ویرا لین' د ۱۰۳ کلونو په عمر مړه شوه
لین په هغو پوځیانو کې چې په بهر کې په جګړو کې ښکېل وو او په کور دننه ډېر زیات مینه وال لرل.
د هغې مشهوره سندره د ډوور سپین ګرنګونه هغه سندره وه چې له جرمني سره د جګړې پرمهال یې د وېرې ترڅنګ امید ورکاوه.
د لین کورنۍ نن په یو بیان کې د نوموړې مړینه تایید کړه.
په بیان کې راغلي، ویرا لین نن سهار وختي په داسې حال کې سا ورکړه چې پر شاوخوا یې د کورنۍ نژدې غړي راټول وو.
په بیان کې د لین د مړینې علت نه دی ښودل شوی.