هلمند کې په یوه دودیزه مېله کې چاودنې ملکیانو ته مرګژوبله اړولې
د هلمند د والي مرستيال مجاهد صفاري له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه، خو د مرګژوبلې د دقیق شمېر په اړهیې څه ونهویل.
بلخوا په هلمند کې د ملي اردو يوې سرچينې چې د نوم نهښودلو په شرطيې له ازادي راډيو سره خبرې کولې، وويل په دې پېښه کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.