افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳۱ زرو واوښت
دغه وزارت په یوه معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې ۱۲ کسان مړه شوي دي.
له دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ۳۱ زرو واوښتې.
خو ویل کېږي چې په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر ښايي تر دې څو برابره زیات وي.
روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه نږدې ۱۴ زره کسان روغ شوي هم دي.
'کووېډ-۱۹' چې علتیې کرونا ویروس دی د تبې، وچ ټوخي، ساه لنډۍ او بېحالۍ په څېر نښې لري.
ډاکتران وايي له دغې ناروغۍ د بچ پاتې کېدو لپاره دې خلک لاسونه په وار وار په صابون پرېولي، ماسک وکاروي او له نورو کسانو لږ تر لږه یو متر فاصله وساتي.