ایران کې د چاپېریال ساتنې ۳ فعالان د اور لګېدو پېښه کې مړه شوي
د ایران رسنیو راپور ورکړی چې دغه درې کسان پرون یکشنبه په کرمانشاه کې مړه شوي دي.
د پاوه ښار اوسېدونکو چې دغه پېښه پهکې شوې، یکشنبه ناوخته د مړو له انتقال سره سم، هغوی ته د درناوي مراتب پر ځای کړل.
تر دې مخکې د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر جمشېد محبت خاني، مهر خبري اژانس ته ویلي وو چې معلومه نهده دغه درې کسان د اور د مړه کولو پر وخت مړه شوي که د عراق او ایران د جګړې د مهال د کوم خښ کړل شوي ماین په چاودنه کې.