د عامه ساتنې تصدۍ ۵ چارواکي د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شول
په یوه بیان کې چې د کورنیو چارو وزارت پرون خپور کړ د دې تصدۍ عمومي رئیس جنرال خوشحال سعادت ویلي دي چې د دې تصدۍ د تأمیناتو، لوژستیک او البسې د مسؤلانو په ګډون پنځه چارواکي د لسګونه زره پوځي دریشیو د حیف او میل او همداراز د فساد په څو نورو قضیو کې په لاس لرلو تورن دي.