کوټه: د پیپلز ګوند یو مخکښ ایت الله درانی له کورونا وایرسه ومړ
آیت الله درانی له کوټې ښار ۶۰ کلومیټره لیرې سوهېل لور ته د مستونګ ولسوالۍ د پړانګ اباد اوسېدونکی وو. هغه د نامتوعالم دین مولانا محمد ع مر زوی وواو د پیپلز ګوند فعاله غړی وو.
نوموړی په۲۰۰۸ز کال کې د مستونګ ـ قلات څخه د قامي اسمبلۍ پر چوکۍ د پیپلز ګوند پر ټکټ کامیابه شوی وو او د وزیراعظم سید یوسف رضاء ګیلاني په حکومت کې د صنعت او پیداوار وزیر مملکت وو.
د هغه پر مړینه سیاسي مشرانو خواشیني څرګنده کړې ده.
د پیپلزګوند مرکزي مشر بلاول بوټو په خپل یوه بیان کې ویلي دي چې آیت الله درانی د بلوچستان لپاره یو موثر ږغ وو او تل د بې نظیر بوټو د نظریې یو وفاداره سپاهي پاته شوی وو او د هر پوځي امر یې په مړانه سره مقابله کړې وه.
د پاکستان پخواني ولسمشر آصف علي زرداري هم د هغه مړینه و پیپلز ګوند او د بلوچستان صوبې لپاره لوی سیاسي زیان بللی دی.