وسله والو عراق کې یو سیاسي شنونکی وژلی
نوموړي ته تر دې مخکې د هغو ملېشه وو له خوا اخطارونه ورکړل شوي وو، چې ایران یې ملاتړ کوي.
پر موټرسایکل سپرو وسله والو پر ۴۷ کلن حشام الهاشمي تر ډزو وروسته له ساحې تښتېدلي دي.
حشام الهاشمي په عراق کې پر داعش یا اسلامي دولت ډلې، القاعده او نورو افراطي ډلو له پېژندل شویو منتقدانو ګڼل کېده.
دی وخت ناوخت پر ټلویزیونونو راڅرګندېده او دولتي چارواکو، خبریالانو او تحقیق کوونکو به وروسته د ده له تخصص څخه ګټه اخیستله.
دغه شنونکي په وروستیو کې د هغو ملېشه وو چې ایران یې ملاتړ کوي د ځواک پرضد او د عراق په سیاسي مشرتابه کې د اداري فساد پرضد هم خبرې کړې دي.
تر اوسه د دې وژنې مسوولیت چا نه دی منلی.