بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې اسلام اباد کې د مندر جوړولو زمینه برابره کړي
دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزیسون، مذهبي او سیاسي کړیو کې د دې پروژې په اړه مخالفتونه شته.
د بخښنې نړیوال سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي: "هرڅوک د مذهب او عقیدې ازادي لري، هغه حق چې د پاکستان اساسي قانون یې تضمین ورکړی دی."
دغه سازمان ویلي، د هندوانو د مندر د رغونې مخنیوی یو ناوړه عمل دی، چې باید ژر تر ژر ترې ډډه وشي.
په اسلام اباد کې د هندوانو لپاره د لومړني مندر د جوړولو پلانونه د پخواني صدراعظم نواز شریف د حکومت له خوا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې منظور شوي وو.
د اوسني صدراعظم عمران خان حکومت د شري کرشنا مادیر په نوم د دغه مندر د جوړولو لپاره د نږدې ۶ لکه ډالرو په ارزښت مالي مرسته منظور کړه، خو مسلمانو مذهبي مشرانو، سیاستوالو او د عمران خان د متحد ګوند، مسلم لیګ (ق) رهبر د دغه پلان سخت مخالفت کړی دی.