سمنګان کې د بادامو حاصلات زیات شوي
په سمنګان کې د بادامو په حاصلاتو کې زياتوالی راغلی دی.
د سمنګان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رئيس محمد رحمان ارغنديوال نن ازادي راډیو ته وویل، اټکل دا دی چې کروندګر او بڼوال سږ کال پنځه زره متريک ټنه بادام راټول کړي.
د نوموړي په خبره تېر کال د سمنګان د بادامو حاصلات څه د پاسه درې زره متريک ټنو ته رسېدل.
د سمنګان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رئيس وایي چې په دغه ولايت کې د بادامو د حاصلاتو زياتوالی به د کروندګرو او بڼوالو له اقتصاد سره هم مرسته وکړي.