فاریاب کې نامعلومو وسلهوالو جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي
د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې نامعلومو وسلهوالو په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي، خلکو تهیې مرګژوبله اړولې ده.
د فاریاب د والي ویاند احمد جاوېد بیدار تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د میمنې ښار په څنډو کې په یوه جومات کې داسې مهال شوې چې د سیمې خلک د ماښام لمانځه لپاره راټول شوي ول.
نوموړي زیاته کړه: "دا پېښه د بي بي ایینې په نوم یوه جومات کې شوې ده. مرګژوبله هم لري. د پلټنې ډلې سیمې ته استول شوې دي. د تحقیقاتو جزئیات به وروسته شریک شي."
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.