د افغانستان دفاع وزارت: داعش ماته خوړلې
د افغانستان دفاع وزارت وايي داعش ماته خوړلې، خو لا هم د ځینو ترهګریزو بریدونو توان لري.
دا خبره د یاد وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل نن ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.
دا مرکه اجمل تورمان کړې چې پهکې د ننګرهار وروستی برید او د داعش ډلې پر ضد د افغان پوځیانو په عملیاتو خبرې شوي.