لويه جرګه: بنديان دې خوشي او مذاکرات دې بغیر له بهانې پېل شي
د جرګې ځينې پريکړې:
افغان حکومت دې د طالبانو ۴۰۰ او طالبان دې د افغان حکومت بنديان خوشي کړي.
خوشي شوي طالبان بايد بيا د جنګ ليکو ته ونه ګرځي.
حکومت او طالبان دې اوربند وکړي او مسايل دې د خبرو له لارې حل کړي
که په خوشي کېدونکو طالب بنديانو کې د نورو هېوادونو وګړي وي نو هغه دې د هغوی هېوادونو ته وسپارل شي.
د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ "خبرې دې ژر تر ژره بغير له کومې بهانې جوړولو" پيل شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل د جرګې ټولې پرېکړې مني. هغه د اګست په نهمه د جرګې ګډونوالو ته وويل: ((نن به د جرګې د پرېکړې سره سم د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د پريښوولو حکم لاسلیک او هغوی به خوشې کړم.))
ولسمشر غني زیاته کړه چې اوس د طالبانو د انتخاب وخت دی، باید وښيي چې له سراسري اوربند وېره ونه لري. هغه وويل چې هر افغان د سولې غوښتونکی دی او طالبان بايد د خلکو دې غوښتنې ته احترام وکړي.
طالبانو د سولې له مشورتي لويې جرګې سره مخالفت ښوولي او په قطر کې يې د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د جمعې پر ورځ ويلي ول چې ۴۰۰ بنديان بې له جرګې جوړولو هم خوشې کيدای شول.
خو ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې دا بنديان یې ځکه نه شو خوشي کولی چې په دوی کې ځينې يې په درنو جرمونو تورن دي. هغه ويلي وو چې د افغانستان اساسي قانون ورته د دې بنديانو د خوشي کولو واک نه ورکوي.
امريکا د جرګې هرکلی کړی. امريکا او طالبانو د فرورۍ په ۲۹مه د سولې تړون لاسليک کړ چې له مخې يې افغان حکومت بايد د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان د افغان حکومت ۱۰۰۰ بنديان خوشي کوي.
تر دې وروسته به بين الافغاني خبرې پيليږي. طالبانو ويليچې دوی د افغان حکومت نيزدي ۷۰۰ بنديان خوشي کړي دي او افغان چارواکي واييتر جرګې دمخه يې ۴۶۰۰ طالب بنديان د دې ليست او ۵۰۰ نور د ښه نيت د ښودلو لپاره له زندانونو ازاد کړي دي.