د ځوانانو نړيواله ورځ: د بدلون لپاره په نړيوال اقدام کې د پښتنو ځوانانو ونډه
د ۲۰۲۰ز کال د ځوانانو نړيوالې ورځې هدف پر هغو درو لارو رڼا اچول و چې له يو بل سره تړلې دي. په دې کې يوه لار په ځايي کچ د ځوانانو هلې ځلې، دويمه په قامي کچ د ځوانانو هلې ځلې يعني د قوانينو او پاليسيانو جوړول او عملي کول او درېيمه لار په نړيواله کچ د ځوانانو هلې ځلې دي.
په دې خپرونه کې له پېښوره د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان، د افغانستان له کندهاره د قلم لار په نوم د تعليمي سازمان مشر مطيع الله وېسا، له جرمني د پساو پوهنتون زده کونکی اويس احمد خان او له لندنه د پېښور ارمي پبلک سکول پخوانی زده کونکی او مدني فعال محمد وليد خان مېلمانه ول.
دا خپرونه سرار عالم مومند وړاندې کوي.