سټولټنبرګ: روسیه دې د بې پرې څېړنو مرسته وکړي
ناټو له روسیې غوښتي چې د اپوزیسیون د مشر الکسي نوالنۍ د مسمومېدو د قضیې په څېړنه کې همکاري وکړي.
ناټو تړون د کیمیاوي وسلو د مخنیوي لپاره د یوه نړیوال سازمان په مشرۍ د بې پرې څېړنو وړاندیز کړی دی.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د دې تړون د سفیرانو تر یوې ځانګړې غونډې وروسته وویل:
«وخت ناوخت مو لیدلي چې د اپوزیسیون مشران او د روسیې د رژیم پر انتقادکوونکو حملې شوي یا یې ژوند ګواښل شوی. ځینې یې وژل شوي. دا پر کوم شخص نه، بلکې پر ډیموکراتیکو حقونو حمله ده. نړیوال قانون سرغړونه ده، چې نړیوال اقدام ورته په کار دی.»
جرمني چې د نوالنۍ درملنه په کې روانه ده، تېره چهارشنبه ویلي وو، په معایناتو معلومه شوه، چې ښاغلی نوالنۍ د نوویچوک په نوم یوې مادې مسموم شوی دی.